د لوګر په پوځي عملیاتو کې پنځه ته تورن وسله وال وژل شوي

د لوګر سيمه ايزچارواكي وايي، چې تيره شپه د دې ولايت په څرخ ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو په پوځي عملياتو كې پنځه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند دين محمد درويش ازادي راډيو ته وويل، چې دا كسان د رستم كلا په سيمه كې له ايتلافي ځواكونو سره په نښته كې وژل شوي او دوه تنه نورنيول شوي هم دي.

ده څرګنده كړه، چې په دې پيښه كې له وسله والو مخالفينو څخه يوه اندازه وسلې اومهمات هم ترلاسه شوي دي.

خو د سيمې اوسيدونكي وايي، چې وژل شوي او نيول شوي ملكي كسان دي او له وسله والو مخالفينوسره يې هيڅ ډول اړيكې نه درلودې.

ايتلافي ځواكونواو وسله والو طالبانو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دين محمد درويش په خبره وړمه شپه د لوګر ولايت له خروار ولسوالۍ څخه هم د دوست محمد په نوم د طالبانو يوقومندان د بهرنيو ځواكونو له خوا نيول شوى و.