جرمني او روسیې د ګډې امنیتي اصولو د کمېټې جوړلو وړاندیز وکړ

جرمني او روسيې د مسکو او اروپايي ټولنې د ملکي او پوځي شخړو د ادارې د اصولو جوړولو په هدف د یوې ګډې امنیتي کمیټې د تشکیل پیشنهاد کړی دی.

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل او د روسيې ولسمشر دیمیتري میدویدیف برلین سره نزدې په خپلو کې له کتنې وروسته وویل، لومړنۍ مساله چې باید حل شي هغه د روسیې اوکراین، مالدوا، او اروپايي اتحاديې ترانسډینسټر شخړه ده، چې له دوو لسیزو راهیسې ورسره دغه هیوادونه مخامخ دي.

د ایران په اړه د روسیې ولسمشر وویل، پر تهران د نورو بندیزونو موضوع مطرح ده، خو زیاته يې کړه چې هیڅوک د دغو بندیزونو پلوي نه کوي او هیله چې ایران د نړیوالې ټولنې غوښتنه واوري.