اسرایل ۱۹ تنه مرسته رسوونکي له خپل هېواده باسي

اسرایلو د هغو ۱۹ تنو فسلطیني پلوو فعالانو په ویستلو پیل کړی چې غزې ته د مرستو کشتۍ يې د دغه هیواد د سمندري ځواکونو له خوا راګرځول شوې ده.


راپورونه وايي، د دغې کشتۍ چې په کې سپارو فعالانو غوښتل د غزې محاصره ماته کړي ۱۱فعالان به خپلو خپلو هیوادونو ته وسپارل شي او نور به محاکمه شي.

اسرایلي کمانډو ځواکونو د ایرلینډ دغه کشتۍ چې ریچل کوري نومیږي د شنبې په ورځ غزې ته له تلو څخه منع کړه.

د راپورونه له مخې د دغې کشتۍ چې ۱۲۰۰ ټنه د مرستو مواد په کې بار دي راګرځول پرته له کوم تاوتریخوالي ترسره شوه.

پر اسرایلو نړیوالې غندنې ورسوته له هغې پورته شوې، چې د دغه هیواد ځواکونو د یترې دوشنبې په ورځ په نیړوالو اوبو کې غزې ته د مرستو پر شکتیو حمله وکړه او ۹ تنه فعالان يې چې اکثره يې ترکي اتباع وو، ووژل.

اسرایل وايي، د غزې تراړه يې د دې په خاطر محاصره کړې چې د حماس ډلې ته وسلې انتقال نه شي.