د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي په پام کې لري، چې د روان کال په نوامبر میاشت کې به هند ته سفر وکړي. ښاغلي اوباما دا څرګندونې پرون په واشنګټن کې د بهرنیو چارو په وزارت کې وکړې.
امریکایي او هندي مقامات د دې وزارت په مقرکې د امریکا- هند د ستراتیژیکو خبرو د هرکلي په ویاړ په افتتاحیه غونډې کې سره راټول شوي و.
اوباما غونډې ته وویل، د ده د ادارې لپاره له هند سره د امریکا اړیکې ترټولو لوی لومړیتوب لري.
بارک اوباما هند یو نړیوال با مسوولیته قدرت وګاڼه او زیاته یې کړه، هیله من دی چې د امریکا او هند اړیکې د نوموړي په وېنا د یو ویشتمې پېړۍ د شراکت یوه بیلګه وي.