جاپان يو ځل بيا د افغانستان د كرنې وزارت سره، د يوولس ميليونو امريكايي ډالرو په ارزښت يو تړون لاسليك كړ.
د دغه تړون له مخې به په افغانستان كې نهه دېرش زرو كروندګرو كورنيو ته د جاپان د حكومت له خوا اصلاح شوي تخمونه، كېمياوي سره او په دې برخه كې نور توكي هم وركول كېږي.
د افغانستان د كرنې وزير د شنبې په ورځ د جاپان د سفير سره د دې تړون پر وخت خبريالانو ته وويل، چې د جاپان دا نوې مرسته به د افغانستان د كرنيزو توليداتو په برخه كې مهم رول ولري.
د جاپان له دې مرستې به تر ډېره د كرنيزو حاصلاتو د ډېروالي او خوراكي موادو د ساتنې په برخه كې كار واخيستل شي.
دغه تړون د شنبې په ورځ په كابل كې د افغانستان د كرنې د وزيراو جاپان د سفيرتر منځ لاسليك شوو چې، له مخې به يې په افغانستان كې ځپلو او لوېدلو كروندګو كورنيو ته اصلاح شوي تخمونه، كېمياوي سرې او د بڼ والۍ په برخه كې نور وسايل وركول شي.
د افغانستان د كرنې وزير محمد اصف رحيمي د دې تړون له لاسليك وروسته خبريالانو ته وويل، چي د دې پروژې اساسي هدف د خوراكي موادو ساتنه ده او له نهه دېرشو زرو كروندګرو كورنيو سره به په دې برخه كې مرسته وشي او دوى ته به زده كړې هم وركول شي:
”هغه پروژه چې نن يې موږ تړون لاسيلك كوو، د خوراكي توكو د ساتنې لپاره وړانديز شوې ده، د دغې پروژې په پلي كولوو سره نهه ديرش زره كروندګرې كورنۍ برخمنې كېږي.
د دغې پروژې په پلي كولو سره اصلاح شوي تخمونه او په عين وخت كې نهه ديرش زره د سبزيجاتو د اصلاح شوي تخمنونو بستې وركول كېږي او همدارنګه زموږ د دوديز او ترويج د دفتر له خوا د اف، اې، او په مرسته كروندګرو ته زده كړې هم وركول كېږي.“
د كرنې وزير وويل، چې دغه تړون يوولس ميليونه امريكايي ډالره ارزښت لري، چې د افغانستان په پنځو ولايتونو، بلخ، كندز، كندهار، ننګرهار او تخار ولايتونو كې پلي كېږي.
د كرنې وزيرمحمد اصف رحيمي زياته كړه، چې په دې سره به نه يوازې د افغانستان كرنيز حاصلات ډېر شي بلكې له دې لارې به هغه لوېدلي كروندګرې كورنۍ چې په وروستيو كلونو كې جنګونو او وچكالۍ ځپلي پياوړي شي.
ښاغلي رحيمي دا هم وويل، چې نژدې دوه زره ټنه اصلاح شوي غنم چې په دغه پروژه كې برابريږي، كولاى شي چې ۱۶۰۰ هيكتاره كرنيزه مځكه تر پوښښ لاندې راولي او تر ۴۵ زرو ټنو ډېر حاصلات به وركړي.
د جاپان سفير شيګي هيروګي وويل، چې جاپان غواړي د افغانستان كليوالي اقتصاد غښتلى كړي او د كرنيزو محصولاتو د ساتنې په برخه كې به دا پروژه مهم رول ولري:
”جاپان غواړي له افغانستان سره په دې برخه كې مرسته وكړي، چې افغانستان يوغښتلى كليوالي اقتصاد ولري، د دې پروژې اساسي هدف د ځپلو كروندګرو كورنيو د كرنيزو محصولاتو ډېروالى او د خوراكي موادو ساتنه ده.“
جاپان تر دې مخكې هم د افغانستان له بېلابېلو برخو سره مرستې كړي او پلان لري چې په راتلوونكو پنځو كلونو كې هم له افغانستان سره يو ميليارډ ډالره مرسته وكړي.
د چارو څېړونكي وايي، د جاپان او نورو هېوادونو په سلګونو ميليونه ډالرو مرستې چې د افغانستان د كرنې د غښتلتيا لپاره يې كړي، په سمه توګه نه دي لګېدلي نو ځكه له افغان كروندګر د خوارېو، بې وزليو او كمزوري اقتصاد څخه زورېږي.
معصوم ميوند- كابل