د كابل نړېوالې غونډې ته تيارې نيول كيږي

د افغانستان د بهرنيوچارو وزارت وايي، چې د كابل د نړېوالې غونډې لپاره د روانو تيارېو په لړكې نن په كابل كې يوه غونډه جوړوي.

د دغه وزارت وياند احمد ظاهرفقيري ازادۍ راډيو ته وويل، په دې غونډه كې به چې په كې افغان چارواكي او بهرني ډيپلوماټان برخه اخلي، د كابل د نړېوالې غونډې د تياريو په اړه خبرې وشي.

په پام كې ده، چې د كابل نړېواله غونډه د چنګاښ د مياشتې په ۲۹ نېته جوړه شي.

ويل كيږي، چې په دې غونډه كې به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي او د امريكا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې سربېره به نور نړېوال چارواكي هم ګډون وكړي.