ناټو د طالبانو يو جګ پوړې قومندان وژلې

ناټو ځواکونه وایي، په کندهار کې د طالبانو یو جګ پوړی قوماندان یي وژلی دی.

ناټو وایي، ملا زړګی چې په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې او دغه راز په کندهار ښار کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو مسول و، وژل شوی دی.

د ناټوځواکونو په اعلامیې کې ویل شوي، چې ملا زړګۍ په کندهار ښار کې د یو شمېر کسانو په وژنو تورن و. دوی وایي، ملا زړګی تېره اوونۍ د یوې نښتې په جريان کې ووژل شو.