اروپايي ټولنې او امریکا د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د بشري حقوقو په پام کې ساتل او اسلام ته احترام د تروریزم ضد مبارزې په هڅو کې حیاتي رول لري.
اروپایي ټولنې او د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ادارې همدا راز ژمنه وکړه، د ډېپلوماسۍ په برخه کې همکارۍ او د قانون تطبیقول پیاوړي کړي. د دغو اقداماتو هدف د تروریستي دسیسو مخنیوی دی.
د هسپانیې کورنیو چارو وزیر په لوکسامبورګ کې چېرته چې دغه اعلامیه لاس لیک شوه د اوروپایي ټولنې دغړو هیوادونو کورنیو چارو وزیرانو ته وویل، اسلامي هیوادونه باید وپوهیږي، چې اروپایي ټولنه او متحد ایالات د هغوی ارزښتونو ته احترام کوي.
هغه همدا راز زیاته کړه، تروریستان پوهیږي چې دا دواړه متحدین یعنې اروپا او امریکا د دوی د فعلیتونو پرضد جنګیږي.
د اروپا او امریکا دغه اعلامیه د اروپايي ټولنې او پاکستان ترمنځ د غونډې تر جوړیدو مخته د بلجیم په مرکز بروسل کې لاسلیک شوه.
ټاکل شوې ده، چې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په دې غونډه کې ګډون وکړي.