بنلګه دېش کې د اور لګېدو له امله ۲۰۰ تنه مړه او ټپیان شوي

د بنګله دېش چارواکي وایي، د دغه هېواد په مرکز ډاکه کې د سختې اورلګېدنې له امله نژدې نوي کسان مړه او شاوخوا سل نور ټپیان شوې دي.

فرانسپرس اژانس د دې ښار د پولیسو د مشر په وینا لیکي، لږترلږه د اوه اتیا کسانو مړي ترلاسه شوې دي.

مقامات وایي، ګمان کیږي چې اور د برېښنا د یوه ترانسفرمر د چاودیدو له وجې د پنجشنبې په ماښام رامنځته شو.

د راپورونو له مخې د اور لمبې وروسته د ښار د یوې ګڼې سیمې کورونو او تجارتي ودانیو ته ورسیدې او د اور وژنې د عملې تر رسیدو مخکې ېې درې ساعته دوام وکړ.