امریکا: غواړو چې د سولې د جرګې د خبرو په جریان کې وساتل شو

په داسې حال کې چې په کابل کې د سولې جرګې له خبرو او غونډو چې پرون یې دوهمه ورځ وه، ښکاري چې جمهور رییس حامد کرزی به له مخالفینو سره د روغې د خبرو لپاره د دغې جرګې ملاتړ ترلاسه کړي، د امریکا بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن پرون وویل، چې واشنګټن غواړي چې د روغې د هلو ځلو په جریان کې وساتل شي او همکاري ورسره وکړو.
په تیرو دوو ورځو کې په کابل کې د سولې د ملي مشورتي جرګې له غونډو چې په ځینو کې زغردې خبرې هم وشوې ښکاري، چې جمهور رییس کرزی له مخالفینو سره د خبرو او روغی لپاره د دغې جرګې ملاتړ ترلاسه کوي.

د جرګې د پروني غونډې اکثرو برخه والو وویل، چې د سولې په اړه سره متفق دي.

خو ځینو برخه والو په دې اړه مختلف نظریات درلودل، چې د وسله والو مخالفینو څخه چاته کله او څه ومنل شي.

د مخالفینو له مشرانو سره د خبرو په اړه هم څیړنې وشوې.

جمهور رییس کرزی پلان لري، چې عادی وسله والو مخالفینو ته یو څه امتیازات لکه د زده کړې او کار اسانتیاوې او امنیتي ضمانتونه ومني.

دی وایي، چې د مخالفینو له مشرانو به سره هله د سولې خبرې کوي، چې دوی له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړي او ژمنه وکړي، چې د افغانستان قانون مني.

بل خوا د امریکا بهرنیو چارو وزیرې هیلری کیلنټن د کابل د سولې په جرګې باندې د تبصرې په ترځ کې پرون په واشنګتڼ کې خبریالانو ته وویل، چې اکثرې لانجې پوځي حل نه لري او د افغانستان وضعیت هم له دغې قاعدې مستثنی نه دی.

هغې زیاته کړه، چې د پوځې اقداماتو ترڅنګ باید سیاسي فیصلې هم وشي او موږ واشنګتن ته د جمهور رییس کرزی د وروستي سفر په ترځ کې ده ته وویل، چې موږ په دې پوهیږو او د ده د هلو ځلو ملاتړ کوو.

خو طبعا موږ غواړو چې د روغې د خبرو په جریان کې وساتل شو او همکاری وکړو.

پرون د کابل د سولې د ملي مشورتي جرګې په دوهمه ورځ ځینو برخه والو وویل، چې په دغې درې ورځنۍ لنډې جرګې کې نه شي کیدای هراړخیزې فیصلې وشي.

ځینو ناتایید شویو رپوټونو دا هم وویل، چې کیدای شي دغه جرګه دوه ورځې نوره هم دوام وکړي.

د افغانستان حکومت وایي، چې د هیواد د ګوټ ګوټ څخه یې ۱۶۰۰ قومي مشران سپین ږیري او مخور جرګې ته راغوښتې، چې له مخالفینو سره د روغې په اړه جمهوررییس کرزي ته مشورې ورکړي.