د انګلستان ملکې د یو تن له خوا د۱۲ کسانو په وژل کېدو ټکان خوړلی

د بریتانیا ملکه الیزابیت وایي، دې له هغې پیښې وروسته چې ظاهراً یوه ټکسي ډریور په ډزو سره دولس کسان ووژل، سخت ټکان خوړلی او د بریتانیا له خلکو سره په دې غم کې ځان شریک بولي.

پولیسو وویل، چې مشکوک حمله کونکی ۵۲ کلن دیریک بیرد نومیږی چی پرون یې د انګلنډ په شمال لویدیځ دېرشو بیلابیلو برخو کی له ډزو کولو وروسته خپل ځان هم وواژه.

په دې ډزو کې لږترلږه ۲۵ کسان ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي تراوسه وختي ده، چې وویل شی د دې حملې انګیزه څه وه.