په کابل کې د سولې د مشورتي جرګې شاوخوا ۱۶ سوه قومي او دیني مشران او د ولسي جرګې غړي به نن د دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې او روغې جوړې په اړه هم خپلو بحثونو ته دوام ورکړي.
د دې جرګې په لومړۍ ورځ پرون وسله والو طالبانو هڅه وکړه، چې دا جرګه ګډوډه کړي خو د امنیتي چارواکو په وینا د دوی دا هڅه شنډه کړای شوه.
افغان ولسمشر جرګې ته په پرانیستونکي وینا کې یوځل بیا پروسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له شخړو لاس واخلي او د افغانستان د ودانولو لپاره ملا وتړي.
دا جرګه به چې درې ورځې دوام کوي استازي یې په اته ویشتو کمیټو کې ویشل شوي دي.