كشاف: دسولې د جرګې لومړۍ ورځ د هېلو سره سمه وه

د ملي مشورتي جرګې مرستيال قيام الدين كشاف

په كابل كې د چهارشنبې په سهار د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه څه باندې شپاړلس سوه تنه د خلكو استازي را ټول شوي او له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو اترو په څرنګوالي خبرې كوي.

دا چې په دې جرګې كې د خلكو استازي څنګه احساس لري، پريكړو ته به ورسيږي او پريكړې به يې ومنل شي او كه نه؟

په دې اړه د ازادۍ راډيو خبريال د سولې د ملي مشورتي جرګې له مرستيال قيام الدين كشاف سره مركه كړې، چې دلته يي اوريداى شئ.