په ننګرهار كې دوه د ملي اردو سرتېري ووژل شول

د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو ولسوالۍ په ارغج سيمه كې نن د سړك د غاړې د بم په چاودنه كې د ملي اردو دوه عسكر ووژل شول او درې نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي ازادۍ راډيو ته د دې خبر په تاييدلو سره وويل، چې چاودنه د ملي اردو د عسكرو په يوه موټر شوې ده.

نوموړي همدا راز وويل، چې د جلال اباد ښار په حلقوي سړك د ناټو ځواكونو د اكمالاتي كاروان د تيلو يو ټانګر سوځول شوى دى اود پېښې په ارتباط دوه كسه نيول شوي دي.