په كابل كې ښاركې د سولې د ملي مشورتي جرګې غړي د خپل رئيسه هيئت له ټاكلو وروسته په بېلابېلو كمېټو وويشل شول، چې د جرګې په اجنډا بحث وكړي.
د غونډې په لومړۍ برخه كې د ولسي جرګې غړى برهان الدين رباني، د سولې ملي مشورتي جرګې د رئيس، مولوي قيام الدين كشاف د مرستيال، ډاكترجعفر مهدوي منشي او عبدالستار درزابي د نايب منشي په توګه اعلان شول.
دغه جرګه د ولسمشر حامد كرزي په وينا سره نن سهار په داسې حال كې پرانيستل شوه، چې وروسته په سيمه كې راكټي حملې وشوې.
په دې جرګه کې چې درې ورځې دوام کوي، د هېواد له مختلفو سیمو څخه شاوخوا شپاړلس سوه استازي برخه لري.
ولسمشر حامد كرزي په خپلې وينا كې تمه وښودله، چې دا جرګه به په هېواد كې د سولې راوستلو لاره چاره ولټوي.
د جرګې ګډون وال به د دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې او روغې جوړې په اړه د ولسمشر حامد کرزي پر۳۶ مخیز پلان غور او بحث وکړي.