خوست کې د طالبانو ۳ تنه قومندانان نیول شوي

په خوست كې ميشت ايتلافي ځواكونه وايي، چې دوی د دې ولايت په يعقوبيو ولسوالۍ كې د ملي اردو د كمانډو ځواكونو سره په يو لړ ګډو عملياتو كې د طالبانو درې قومندانان نيولي دي.

په خوست كې د ايتلافي ځواكونو د مطبوعاتي څانګې مشر جګړن پلاټ ازادي راډيو ته وويل، چې په نيول شويو طالب قومندانانو يو تن خپله د يعقوبيو په ولسوالۍ كې د طالبان قومندان وه.

نوموړي زياته كړه، چې له نيول شويو كسانو څخه دامهال پوښتنې ګرويږنې روانې دي.

طالبانو تر دي مهال پدي اړه څه نه دي ويلي .