"ګيګي يوګولاوا" د ګرجستان د ښاروال په توګه وټاکل شو

په ګرجستان کې د ښاروالۍ د پرونيو انتخاباتو رايې ښيي چې د ولسمشر ميخايل سکاشوېلې ملي غورځنګ د تبلسيي ښار په انتخاباتو کې په سلو کې ٦٠ رايې خپلې کړي او په دې توګه د ګرجستان د مرکز ښاروال ګيګي يوګولاوا چې د ملي غورځنګ غړى دى، يوځل بيا د ښاروالۍ مقام ته انتخاب شوى.

د ګرجستان ولسمشر سکاشوېلې دغه انتخابات د ویاړ وړ وبلل.

"ګرجستان د اروپا لوري ته ورسم شوى. ګرجستان بيا د اقتصادي پرمختګ لوري ته سم شوى. موږ په دې برخه کې له معجزو ډک کارونه وکړل.

موږ د نړۍ په دې برخه کې ازاد انتخاباتي سيسټم او ډيموکراسي لرو او ډېر پرې ویاړو."

د ګرجستان ځينو ټلويزيوني کانالونو د نظرپوښتنو په حواله راپور ورکړی چې اصلي مخالف کانديد چې د تبليسي د ښاروالۍ انتخاباتو ته ولاړ و، يوازې ١٧فيصده رايې ګټلي او د نوموړي ګوند په سلو کې ١٦رايې خپلې کړې دي. د نورو کانديدانو په اړه ارقام نه دي ورکړل شوي.