د افغان سوادګرو ښځو فعالیتونو او د دوی پر لارو پراته خنډونه

د افغانستان د ښځينه سوداګرو فدراسيون او د سوداګرۍ د خونې مسوولينو په يوې ګډه ناسته كې په سوداګرۍ كې د ښځو په ستونزو بحث وكړ او هيله وښودل شوه، چې دولت دې سوداګرو ښځو ته د فعاليت زمينې برابرې كړي. د سوداګرۍ وزارت چارواكي وايي، چې دا ستونزه يې له پامه نه ده غورځولې او د حل لپاره يې هڅې پيل كړي دي.
د افغانستان د ښځينه سوداګرو د فدراسيون ګڼ شمېر ښځو، په يوې ناسته كې هيله وښوده، چې دولت او نورې مربوطې ادارې دې، دوى ته د سوداګرۍ لازمې اسانيتاوې برابرې كړي.

سوداګرو ښځو د يكشنبى په ورځ په كابل كې په يوې ناسته كې، د دوى فعاليتونه، لاسته راوړنې او پرمختګونه هم بيان كړل، خو د دې ترڅنګ يې يولړ هغو ستونزو ته هم ګوته ونيوله، چې د دوى د فعاليتونو د لارې خنډ كيږي.

د افغانستان د سوداګرو ښځو د فدراسيون رييسه ګل جان زمري وويل، چې د دوى دغو ښتنو سره سره بياهم دولتي ارګانونو ورسره مرستې نه دي كړي.

ده ستونزې او غوښتنې داسې بيان كړي:
د افغانستان د سوداګرو ښځو د فدراسيون رييسه ګل جان زمري


"په بهرنيو نندارتونونو كې د لګښت د بودجې كموالى، د لوازمو نه لرل، لوړ ټكسونه، د دولتي ارګانونو، لږه پاملرنه، د پورونو په لاس نه راتګ او داسې نورې ستونزې شته چې زموږ فعاليتونه يې ټكني كړي دي."

سوداګرو ښځو له دولتي او غيردولتي بانكونو هم هيله وكړه، چې دوى ته يوه اندازه پورونه وركړي ترڅو، د لاسي او داسې نورو صنايعو توليدات زيات كړي.

په دې ناسته كې، د ولايتونو يوشمېر ښځينه سوداګرو هم ګډون كړى و. دوى له دولت او خصوصي سكتوره وغوښتل، چې په هېواد كې دننه او بهر دې ورسره د ماركيټ موندلو په برخه مرستې وكړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت، د نړيوالې سوداګرۍ رييس مزمل شينواري وويل، چې دوى پلانونه لري او هيله ده، چې له پلي كېدو سره يې د هيواد سوداګرو ښځو ته اسانتياوې برابرې شي.

"دولت دې برخې ته داسې ځانګړې بودجه نه لري، خو د ماركيټ موندلو، نندراتونونو په جوړولو، روزنيزو پروګرامونو، د بهرنيو سوداګرو هڅولو او داسې نورو چارو كې له دوى سره تريوه ځايه مرستې شوي او نورې هڅې هم روانې دي."

په افغانستان كې د سوداګرو ښځو فدراسيون په وروستيو كلونو كې جوړ شوى او ګڼ شمېر ښځى په كې په فعاليت بوختې دي.

دوى وايي، اقتصادي ستونزې لري او نه شي كولى، چې پرمختللي ماشينونه واخلي او د دوى توليدات بهرنيو ماركيټونو ته ورسوي.

د سوداګرۍ د خونې مسوولين وايي، چې د هيواد لاسي صنايع او په تېره د ښځو د لاس، په بهرنيو ماركيټونو کې ډېر مينه وال لري خو په كار ده، چې دغو ښځو سره ډېره مرسته وشي ترڅو د دوی د توليداتو صادرات زيات شي.