پوليسوپه كاپيسا كې په يوه سيمه ايزه راډيو بريد كړې

په كاپيسا ولايت كې تېره شپه د بهار په نوم په يوه سيمه ايزه راډيو د پوليسو له خوا بريد شوى.

ددې راډيومسوول انجنير ملنګ ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې پېښه كې د دې راډيو تخنيكي وسايل له منځه تللي او نشرات يې بند شوي دي.

انجنيرملنګ دا د مطبوعاتو د ازادۍ او ډيموكراسۍ خلاف عمل بللې او له مسوولوچارواكو يې غوښتي چې دې مسالې ته په چټكۍ سره رسيدګي وكړي.

د كاپيسا ولايت د امنېي قومندان جنرال مطيع الله صافي ويلي، چې دې سيمه ايزې راډيود فعاليت له جواز پرته خپرونې كولې ځكه د پوليسوله داسې چلند سره مخامخ شوي ده، خو د بهارراډيو مسوولين وايي چې د فعاليت كولو جواز لري او له يونيم كار راهيسې خپرونې لري.

لا تراوسه د اطلاعاتو او كلتور وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي.