تېره ورځ په خوست ولايت كې په درېو چاودنوكې شپږ تنه ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست د امنېي قومندانۍ مرستيال محمد يعقوب ازادۍ راډيوته وويل، چې يوه چاودنه د خوست په ښاركې شوې چې څلورملكي وګړي يې ټپيان كړي، دوهمه چاودنه خوست ښارته ورڅيرمه چې يوكس يې وژلى او درېمه چاودنه د باك په ولسوالۍ كې شوې چې يوماشوم په كې ټپي شوى دى.
دغه راز ويل شوي، چې تېره ورځ د خوست په لكڼو ولسوالۍ كې د يوه ښوونځي ودانۍ هم د نامعلومو وسله والو له خوا په چاوديدونكوموادو الوزول شوي دي.
لا تراوسه ددغو پېښو مسووليت كومې ډلې نه دى منلى.