ايران: د تېلو په څاه کې اورلګېدنې درې کسان ووژل

د ايران دولتي راډيو راپور ورکړ چې د ايران په لوېديځ کې د عراق پولې ته څېرمه د تېلو په يوه څاه کې اور لګېدلى چې درې کسان په کې وژل شوي او ١٢ نور ژوبل دي.

په راپور کې ويل شوي چې د برمې وهلو په وخت کې د تېلو بهېدلو له کبله په دې څاه کې اور ولګېد، سيمې ته ژغورونکې ډلې هم لېږل شوي دي.

ايران په اوپک سازمان کې د تېلو دويم ستر صادروونکى هېواد دى، چې د ورځې څلورمليونه او دوه لکه بېرله تېل توليدوي.