کابل کې ځان وژونکی برید وشو

په كابل كې نن غرمه په يوه ځان وژونكې حمله كې په خپله حمله كوونكی له منځه تللې او بل چا ته يې زيان نه دی اړولی.

د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري له ازادي راډيو سره په خپلو خبرو كې دا حمله تایيد كړه او ويې ويل، چې حمله كوونكي ځان د ښار په ختيځ كې د سپريم شركت مخې ته، چې بهرنيو ځواكونو ته خوراكي مواد راوړي ځان الوزولی.

تر دې دمه د حملې مسووليت هم چا په غاړه نه دی اخستی او نه هم دا روښانه ده، چې د حملې اصلي هدف څوك و.