د سولې د ملي مشورتې جرګې د ګډونوالود راتګ لړۍ د شنبې په ورځ په رسمي توګه پيل شوه.
د جرګې د تېارېو د كميسيون چارواكې وايي، په دې جرګه كې د ګډون لپاره تر پنځوسو ډير قومي مشران او مخور راغلې دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
په كابل كې د سولې ملي مشورتي جرګې ته د هېواد له ګوټ ګوټ نه قومي مشران په دې هيله را روان دي، چې دا جرګه به په هېواد كې د سولې او امن بنسټ كيږدي.
يوشمېر قومي مشرانو له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو د څرنګوالي په اړه ځينې طرحې هم له ځانه سره راوړي.
دوى، چې د شنبې په ورځ يي د لوى جرګې په كيږدۍ كې راجسټرول هيله څرګندوله، چې طرحې به يي له وسله والو مخالفينو سره خبرو اترو او تل پاتې سولې ته لاره هواره كړي.
د سولې د ملي مشورتي جرګې د تېارېو د كميسيون چارواكي وايي، چې د جرګې د ګډونوالو لپاره يې د كابل په پولي تخنيك پوهنتون كې ټول امكانات برابركړى دى.
د دې جرګې د تېارېو د كمسيون وياند ګل اغا احمدي ازادۍ راډيو ته په خپلو خبرو كې وويل، چې د جرګې ګډون والو ته يي د معلوماتو يوه ټولګه هم برابره كړې ده ترڅو د هغې اجنډا له مخې دوي وكړاى شي خپل نظرونه او طرحې هم په كې شامل كړي.
ښاغلي احمدي وويل، په جرګه كې د ګډون لپاره تراوسه پورې له پنځوسو څخه ډير قومي مشران او مخوركابل ته را رسيدلي دي.
ښاغلي احمدي د جرګې له ګډنوالو څخه وغوښتل، چې د دې جرګې په بېلابېلوغونډوكې په منظم ډول ګډون وكړې او خپل نظرونه او وړانديزونه څرګند كړي.
ټاكل شوې، چې د سولې ملي مشورتي جرګه د غبرګولي په دولسمه نېټه په رسمي توګه په خپل كارپيل وكړي چې د درېو ورځو لپاره به دوام وكړي.
په دې جرګه كې د افغانستان د بېلابېلو سيمو او قومونو څخه شپاړلس سوه ګډون كوونكي استازي به له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو لپاره يو ميكانيزم يا كړن لاره جوړه كړي.
ټاكل شوي وه، چې د سولې ملي مشورتې جرګه د روان كال د غوايي په مياشت كې جوړه شوى واى.
خو د تخنيكي ستونزو له امله دوه ځله وځنډېډه، مخكې له دې د دې جرګې د امنيت د ټينګښت په اړه ځينې اندېښنې موجودې وې، خو افغان امنيتي ځواكونه ډاډ وركړي چې دوې د جرګې جوړېدو ته بشپړامنيتي تدابيرنيولي دي.
راپور : ذكيه غياثي