افغان امنیتي ځواکونه له برګي مټال په شا شول

د نورستان په برګي مټال ولسوالۍ كې د وسلوالو او دولتي ځواكونو ترمنځ د سختې جګړې په تعقيب دولتي چارواكي وايي، چې خپلو ځواكونو ته يي له سيمې څخه د تکتیکي شاتګ امركړې دې. د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري د ازادۍ راډيو ته وويل، چې دوى له سيمې د په شا كېدو پريكړه د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره كړې ده.
خو ده وويل، چې امنيتي ځواكونه د دې ولسوالۍ د بيرته نيولو لپاره بيا تيارې نيسي:

"نن سهار د لسو بجو په شاوخوا كې امنيتي پوليسو تصميم ونيو، چې د یوې تكتيكي شاتګ په تر څ کې نېږدي غرونو ته په شا شي ،چې شاوخوا موقيعت لري تر څو له توپو او راكټو له تهديد څخه هم ولس په هغه سيمه كې وژغوري او هم ځان ."

د نورستان ولايت د برګ مټال ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهيسې د هغو طالبانو د پرله پسې حملې لاندې وه، چې ويل كيږي د پاكستان له چترال سيمې نه راغلي دي.

ښاغلي بشري وويل، چې په تېرو څو ورځو نښتو كې د دوى دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

په دې جګړه كې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه هم راپورونه وركړل شوي، خو دقيقه شمېره يي نه دې ښودل شوې.

په همدې حال كې ذبيح الله مجاهد، چې ځان د طالبانو وياند بولي ادعا كړې، چې ولسوالۍ د دوى تر ولكې لاندې ده.

طالب وياند زياتوي، چې په نښته كې يي ۲۸ دولتي كسان وژلي او ۱۱ نور يي له وسلو سره نيولي دي.

خو د نور ستان د امنيې قوماندان يوازې د دوو پوليسو د وژل كېدو خبره تاييدوي.او د لازياتو معلوماتو لپاره دا مركه واورئ.