هند کې د اورګاډو په ټکر کې ۲۴۰ کسان مړه او ټپیان دي

د هند په لویدیځ بنګال ايالت کې د ټرین د اورګاډي پېښه کې د مړو شمېر لږ تر لږه نوي ته پورته شوی او شاوخوا ۱۵۰ کسان په کې ټپیان دي.

چارواکو د اورګاډي د ټکر پړه په ماویستو یاغیانو اچولي ده.

دا ټرین چې له کلکتې څخه د ممباي په لور روان و، پرون سهار له پټلۍ څخه ووت او له بل ټرین سره ولګید.