چک جمهوریت کې د اییتلافي حکومت رامنځ ته کېدو امکانات

په چک جمهوریت کې د پارلماني انتخاباتو لپاره د رای اچونې دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

د چک خبرې رسنۍ وایي، د جمعې په ورځ د اتو میلونو واجدو کسانو په سلو کې نږدې پنځوسو یې رايې ورکړي.

له نظرونو څخه داسې بریښي، چې کیڼ اړخی سویسال ډموکراټ ګوند به زیاتې رايې وګټې خو اکثریت ممکن تر لاسه نه کړاي شي او د اییتلافي حکومت اړتیا به رامنځ ته شي.

د چک جمهوریت چې د ناټو او اروپایي اتحادیي غړی هیوا دی، د پارلمان د ولسې جرګي د ۲۰۰ څوکیو لپاره یې اته ګوندونه سیالیو ته ولاړ دي.

ګوندونه باید پارلمان ته د داخلېدو لپاره د رایو په سلو کې له پنځو زیاتې خپلې کړي.

د چک جمهوریت د ۲۰۰۹ میلادي کال د مارچ له میاشتې راهیسې چې ښی اړخی حکومت په کې له واکه لیري شو، د موقت حکومت له خوا اداره کیږي.