اوباما په افغانستان كې د جګې د دوام دفاع وكړه

د متحد ایالاتو ولسمشر په افغانستان کې د جګړې د دوام دفاع وکړه او که څه هم هغه یې یوه غمجنه پروسه وګڼله، خو دا جګړه یې د تروریزم د ګواښ د مخنیوي لپاره اړینه ګڼلې ده.

بارک اوباما، چې پرون یي په سپينه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، ترهګرې ډلې چې له القاعده شبکې سره اړیکې لري، د لویدیځو اهدافو پرضد خپلې حملې زیاتې کړې دي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، د افغانستان جګړه په ټولییزه توګه د سخت دریځوشبکو د بې وسلې کولو لپاره د اهمیت وړ ده.

ولسمشر اوباما وویل، امریکایي ځواکونه د ایتلافي ځواکونو په همکارۍ په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې دى.