په هند كې د اورګاډي ټكر

له هند څخه را رسیدلي راپورونه وایي، نن سهار وختي د دغه هېواد په ختیځ کې په یوه مساپر وړونکي اورګاډي کې هغه مهال سخته مرګ ژوبله رامنځته شوه چې لومړی په کې چاودنه وشوه او بیا له کرښې ووت اوله یوه بل اورګاډي سره ټکر شو.

د هند د خبري رسنیو د راپورونو له مخې په دې پېښه کې چې د بنګال ایالت له کلکتې ښار څخه بهر وشوه، تر اوسه پنځه ویشت تنه وژل شوې او ښایي چې د ټپیانو شمېر زیات شي.

په راپور کې ویل شوي، چې چاودنه په هغه سیمه کې را منځته شوې ده، چې ویل کیږي د هند د ماېوستانو پټن ځای دی.
د راپورونو پر اساس دوی په دې تېرو څو میاشتو کې خپل بريدونه زیات کړي دي.

تر اوسه په دې اړه چې څوک یا کومه ډله د اورګاډي په چاودنه کې لاس لري، څه نه دي ویل شوي.