شمالي کوریا وايي دا هیواد به په کامله توګه د ننه په کوریا کې هغه تړون لغوه کړي چې هدف یې په لانجمنه لویدیځه سیمه کې د سمندر په اوږدو کې د بیړیو د تصادفي ټکر مخنیوي و .
د کوریا په ټاپو وزمه کې ستونزه له هغه وخته مخ په ډیریدو شوه چې یوې تحقیقاتي ډلې وویل چې په تیر مارچ میاشت کې دجنوبی کوریا یوه جنګی بیړۍ دشمالی کوریا د اوبتل په توغندي لګیدلی او ډوبه شوې.
په دې پښه کې شپږ څلویښت عسکر ووژل شول . خو شمالي کوریا د بیړۍ په ډبولو کې لاس لرنه ردوي .
په هغې اعلامیې کې چې نن د کوریا د مرکزي خبرې اژانس له خوا خپره شوه ، د شمالي کوریا د پوځ له قوله راغلي چې که د جنوبي کوریا کومه بیړۍ د شمالی کوریا اوبو ته ننوزي نو سمدستي به ورباندي ډزې وکړي .
دا اعلان څو ساعته وروسته تر هغې وشو چې د جنوبي کوریا د تطبیقاتو په وړاندي د شمالي کوریا له خبرداریو سره سره چې ویلي وو ممکن په دې سیمې کې د جګړي سبب شي ، دجنوبی کوریا سمندري پوځ د زور ښودلولپاره د اوبتل ضد لوی تطبیقات تر سره کړل .