عربي ټولنې په عراق کې د نوي حکومت جوړیدل و غوښتل

عربی اتحادیې نن له عراقه وغوښتل چې خپل سیاسي اختلافات پاي ته ورسوي او نوی حکومت جوړ کاندي .

عربي هیوادونو نن په یوې اعلامیې کې ویلي ، عراقي مشران دې ته اړتیا لري چې ددوی په وینا عملي پیشهادونه وکړي او تر هغو بی نتیجې انتخاباتو وروسته چې نیژدې درې میاشتې یې کیږي خپل سیاسي دریځ څرګند کړي .

په اعلامیې کې د عراق په سیاسي پروسه کې د هر ډول بهرنۍ لاس وهني په اړه خبرداری ورکړي شوی .

متحد ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو هم د عراق د مارچ د میاشتي د انتخاباتو د نتیجو په اړه اندیښه څرګنده کړي چې جنجال یې لا هم پاتی دی .