افغان چارواکي وايي ، په برګ مټال كې وسلوال مخالفين په شا تمبول شوي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، امنيتي ځواكونه توانيدلي چې د نورستان په برګ مټال ولسوالۍ د وسلوالو مخالفينو حمله په شان وتمبوي.

د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري نن ازادۍ راډيو ته وويل، چې د تېرې شپې د نښتې په ترڅ كې د وسلوالو مخالفينو اوه جسدونه د جګړې په ډګر كې پاتې شوي او يو پوليس وژل شوى دى.

هغه وويل، چې په سيمه كې وضعيت اوس ارام دى.

د نورستان چارواكو ويلي دي، چې د تېرو څلورو ورځو راهيسې د پاكستان د سوات سيمې د طالبانو د قومندان مولوي فضل الله په مشرۍ يوې ډلې د برګ مټال په ولسوالۍ حمله پيل كړې ده.

بل خوا د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد له نامعلوم ځاى نه ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې جګړې كې بهرني طالبان ګډون نه لري.