د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن له جنوبي کوریا څخه د کتنې په هدف نن سیول ته ورسېده.
د نوموړې دا سفر د شمالي کوریا پر وړاندې له جنوبي کوریا سره چې ادعا کوي پیونګ یونګ يې جنګي بیړۍ ډوبه کړې ده، د واشنګټن د یووالي او ملاتړ د څرګندولو په خاطر ترسره کیږي.
میرمن کلینټن به چې له چین څخه سیول ته رسیدلې ده د جنوبي کوریا له مشرتابه سره خبرې اترې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په چین کې د دغه هېواد له مشرانو وغوښتل، چې د جنوبي کوریا د جنګي بیړۍ د ډوبولو په خاطر دې د خپل متحد شمالي کوریا پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي.
شمالي کوریا خبردارۍ ورکړی، چې د دغه هېواد پر ضد هر انتقامي عمل او یا سزا به جګړه راوپاروي.