پاكستان: په سوات دره كې مو د طالبانو پورې اړوندې كورنۍ ويستي

پاکستاني مقاماتو ویلي، په سوات دره کې یوې قومي جرګې د مشکوکو طالبانو پورې اړوند یو شمېر کورنۍ د روانې مۍ میاشتې په ۲۱نېټه له سیمې ویستي دي.

د سیمې مشرانو وسله والو ته د مۍ تر شلمې وخت ورکړی ووه چې یا خپل ځانونه دوي ته وسپاري او یا به يې د کورنۍ غړي چې شمیر يې ۱۲۵ تنو ته رسیږي له خپلو کورونو باسي.

دغه کورنۍ اوس له سیمې لرې د افغان کډوالو په یوه پخواني کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

چارواکي وايي پر سوات د پاکستان د پوځ د حملې یو کال وروسته دغلته اوس هم وسله وال د ملکي خلکو په منځ کې پټ فعال دي.