په ولسي جرګې كې د كوچيانو استازو او يو شمېر قومي مشرانو يې يو ځلې بيا ټينګار كړى دى چې په هزاره جاتو كې به له څړځايونو او خپلو مځمكو نه لاس وانه خلي.
دوى په همدې اړه نن په كابل كې يوه غونډه جوړه كړې وه او له دولت څخه يې وغوښتل چې د لانجې د حل لپاره جدي اقدامات وكړي.
وروسته له هغې چې حامد كرزي د ميدان وردګو په بهسود او دايمريداد ولسواليو كې د كوچيانو او ځايي هزاره ګانو ترمنځ د لانجې د حل لپاره نوي فرمان صادر كړ، د كوچيانو يو شمېر استازو خبردارى وركړ، چې په هزاره جاتو كې به له څړ ځايونو او خپلو ځمكو لاس وانه خلي.
دوى په كابل كې د يوې غونډې په ترڅ كې د ولسمشر د فرمان چې په هغې كې كوچيانو ته د ځمكو د وركولو حكم شوى، هر كلۍ وكړ خو ويې ويل، چې دا بايد په دې معني نه وي چې دوى په هزاره جاتو كې د خپلو ځمكو پريښودولو ته اړ كړاى شي.
په ولسي جرګې كې د كوچيانو استازي ملا تره خيل كوچي وويل، كوچيانو په دغو سيمو كې د خپلو ځمكو شرعي قوالې لري.
د كوچيانو يو شمېر قومي مشران وايي، چې په هزاره جاتو كې د خپلو ځمكو او له څړ ځايونو څخه د استفادې لپاره د داود خان، محمد ظاهر شاه او امان الله خان د وخت قوالې او فرمانونه لري.
خو بل خوا ځينې هزاره مشران استدلال كوي چې په هزاره جاتو كې نفوس او اړتياوې ډيرې شوې دي.
ولسمشر حامد كرزي په دغو سيمو كې د ځمكو او څړځايونو پر سرد كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ د لانجې د حل لپاره وروسته له هغې نوى فرمان صادر كړ چې دواړو خواو د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ كې نښته وكړه، دا سيمه هزاره جاتو ته د كوچيانو د ورتګ لاره بلل كيږي.
په دې فرمان کې چې تېره اونۍ صادر شو له كوچيانو غوښتل شوي چې له لانجمنو سيمو په شا شي همدا راز حكومتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې كوچيانو ته دې د ميشتېدنې لپاره ځمكې وركړل شي.
د دغه فرمان په يوې برخه كې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د كورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر خبريالانو ته ولوسته، راغلې دي:
((كوچيان دې پرته له كوم شرطه د دايميرداد، تيزك او كچاب سيمې او كلي پريږدي. د كوچيانو د ميشتولو لپاره د مځمكو د ويش لپاره د وزيرانو د شورا د پريكړې او د ولسمشر د فرمانونو په اساس يو ځلې بيا د كرنې او مالدارۍ، كورنيو چارو وزارتونو او د محلي ارګانونو خپلواكې ادارې ته لارښوونه كيږي، چې په درېو مياشتو كې د كوچيانو د ميشتيدنې او ژوند لپاره د ځمكې د ويشلو كار پيل كړي.))
كه څه هم د ځمكو او څړځايونو پر سر د كوچيانو او هزاره و ترمنځ د لانجې د حل لپاره يو ځانګړى دولتي كميسيون هم كار كوي خو بيا هم په دولت انتقاد كيږي چې تراوسه پورې د مسئلې په دايمي حل نه دى توانيدلى.
د دواړو خواو سختو دريځو ته په كتو سره داسې ښكاري چې دولت به د ولسمشر د نوي فرمان په عملي كولو كې هم له جدي ستونزو سره مخ شي.