په ټول افغانستان كۍ نن د ښوونكي ورځ لمانځل كيږي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې د ښوونكي د ورځې په مناسبت به په ښونځيو كې ځانګړي مراسم جوړ شي څو د ښوونكو له لوړ مقام څخه په كې درناوې وشي .

په عين حال كې د افغانستان د پوهنې وزارت په ښوونكو باندې د ځمكو د ويشلو لړۍ هم په دې ورستيو كې ګړندي كړې ده او تمه ده چې په راتلونكو څو مياشتو كې به په زرګونو ښوونكو باندې د كورنو لپاره نمرې وويشل شي .

كه له يوې خوا په هېواد كې د ښوونكي ورځ لمانځل كيږي خو له بلې زيات ښوونكي بيا د خپلو معاشونو او سرپنا له نه موجوديت څخه شكايت كوي او زياتوي چې د هېواد په ځينو برخو كې له امنيتي ګواښونو سره هم مخامخ دي.