په پيكنګ كې د امريكا او چين ترمنځ خبرې پيليږي

نن په پيکنګ کې د امريکا او چين ترمنځ په لوړه کچه خبرې پيلېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن به د امريکا د ٢٠٠ چارواکو په مشرۍ په دې خبرو کې برخه اخلي.

هغې ويلي، د دې غونډې يو هدف به د دوه اړخيزو اقتصادي اړيکو تر څنګ د ايران او شمالي کوريا پر مسلې خبرې وي.

وروسته له هغه چې جنوبي کوريا وويل شمالي کوريا يې د مارچ په مياشت کې يوه جنګي بېړۍ ډوبه کړې، دغه هېواد په نړېواله کچه له انتقادونو سره مخامخ شو.

د واشنګټن او پيکنګ ترمنځ اړيکې پر ځينو مسايلو لکه د چينايي کرنسۍ د ارزښت، د چين له خوا د انټرنېټ د سانسور او پر ټايوان د امريکايي وسلو د پلورلو پر مسئلې کړکېچنې شوې وې.