په زابل او فاریاب کې تروریستي پېښو مرګ ژوبله اړولې ده

تيره ورځ د زابل ولايت په ميزانې ولسوالۍ كې د مين په چاودنه كې د يوې خصوصي امنيتي كمپنۍ دوه ساتونكي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د زابل د امنيت امر جيلاني خان فراهي ازادي راډيو ته دا خبر تاييد كړ او ويې ويل، چې په دې پيښه كې د دې خصوصي امنيتي كمپنۍ يو موټر هم ويجاړ شوی دى.

د وسله والوطالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا كړې چې په دې چاودنه كې يې درې كسان وژلي چې د دې امنيتي كمپنۍ د ساتونكو قومندان هم په كې شامل دى.

خو د زابل امنتيي مسوولان دا ادعا ردوي.

په يوبل خبركې د فارياب ولايت د امنیې قومندان محمد افضل امام زاده وايي، چې تېرماښام د دې ولايت يوپخوانى جهادي قومندان اوراض محمد د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى او دوه ملګري يې ټپيان شوي دي.