په غزني ولایت کې ۱۱ تنه زده کوونکي وژل شوي دي

له غزني ولايت څخه را رسيدلي راپورونه وايي، چې تېر ماښام د ښوونځيو يوولس تنه زده كوونكي د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي دي.

په سيمه كې د ازادي راډيو خبريال وايي، چې له دې امله نن د غزنې ولايتي شورا ماتم هم اعلان كړی دى.

خو د پوهنې وزارت وايي، چې په ا ندړو ولسوالۍ كې د ښوونځي يوازې يو زده كوونكى او دوه تنه ښوونكي د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي دي.

د دې وزارت د خپرونو رييس او وياند محمد اصف ننګ ازادي راډيو ته وويل، چې نور وژل شوي له ښوونځيو څخه فارغ شوي ځوانان دي:

د پوهنې وزارت دا عمل سخت غندلى او ويلي يې دي، چې دا د هېواد د دښمنانانو كار دى.

ښاغلي ننګ څرګنده كړه، چې د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ كې د دې پيښې په اړه جدي تحقيقات دوام لري.

څه موده مخكې په كاپيسا، پروان، كندز او كابل كې هم د نجونو په ښوونځيو كې د زهرجنو درملو د شیندلو له امله يوشمېر نجونې مسمومې شوې وې.