یکشنبې د غبرګولي ۲ یمه

کابل چاپ ورخپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان روان حالت په اړه او په ځانګړي ډول په کابل ښار کې د امنیتي وضعې په اړه مطالب خپاره کړي، چې له یوې خوا د سولي د ملي مشورتي جرګه په پیلېدو ده او له بلې خوا د افغانستان په شمال کې په لسګونه توغندي موندل شوي. ورځپاڼو امریکا ته د ډاکټر عبداله د سفر په اړه لیکي، چې وروسته له ډېر انتظاره ډاکټر عبداله سره امریکايي چارواکو ونه لیدل او امریکا د ده له پښو څخه سره غالې لرې کړې.
خدمتګار:

دې نا دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په كابل ښار كې په امنيتي وضعې او د تروروستي فعاليتونو د مخنيوي لپاره په نيول شويو تدابيرو بحث كړی.

ورځپاڼې د كابل ښار په شمال كې له دوو سوو نه د زياتو توغنديو موندلو ته په اشارې، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره ځاى پرځاى شوي وو ليكلي، چې دا امنيتي تدابير دي او كه په امنيتي مسايلو كې بدلون؟

په ورځپاڼه كې د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره په روانو تياريو هم بحث شوی خو د هغې د بريا لپاره يې د دې جرګې پرېكړو ته اجرايي ضمانت ضروري بللی دی.

ورځپاڼې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د حضور په اړه هم يو مطلب خپور كړی خو ليكلي یې دي، چې د دوى له خوا د شپې عمليات د خلكو ترمنځ كركه راپاروي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله كې د امنيت د ټينګولو لپاره په روانو هڅو بحث كړی او په دې برخه كې شتو نيمګړتياو ته په اشارې امنيتي ادارو ته سپارښتنه كړې، كه د امنيت ټينګول غواړي نو بايد د خلكو همكاري خپله كړي.

په ورځپاڼه كې له ولسمشر كرزي سره د بريتانيې د نوې كابينې د وزيرانو ليدنې خبر هم وركړل شوی او د دوى په حواله ليكل شوي، چې بريتانيه به له افغانستان څخه خپل ځواكونه هله وباسي، چې افغان ځواكونه د امنيت د ټينګولو جوګه شي.

ورځپاڼې د كندهار په ژړېرۍ ولسوالۍ كې د ممكنه پوځي عملياتو خبره هم كړې او ليكلي، چې امريكايي ځواكونه ځانونه دې عملياتو ته تيار وي.

سرنوشت:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د كابينې د پاتې غړو د نه پيژندلو په اعتراض كې د ولسي جرګې په وروستي احتجاج بحث كړی، چې له مخې يې دوى غونډو ته خو راځي خو خاموشه پاتې كيږي.

ورځپاڼې ليكلي، چې د وكيلانو دا اعتراض هم تبليغاتي بڼه لري او هغه ځكه، چې دوى ځانونه په دويم ځال كانديد كړي او غواړي په داسې كارونو سره د خلكو په منځ كې ځان ته ځاى پيدا كړي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې امريكا ته د ډاكټر عبداله په سفر تبصره كړې او په غټو ټكو سره يې ليكلي، چې له زيات انتظار سره سره تراوسه پورې هېڅ يو امريكايي چارواكي ورسره نه دي ليدلي.

په ورځپاڼه كې كابل ته د بريتانيې د نوې كابينې د درېيو غړو د سفر په اړه هم يو څيړنيز مطلب خپور شوی دی.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په يو څيړنيز مطلب كې په هېواد كې د روان تاوتريخوالي زيانونه څيړلي او ليكلي، چې روانو شخړو د بيارغونې هڅې له ګواښ سره مخ كړي دي.

په ورځپاڼه كې د امريكا د ولسمشر بارك اوباما دا څرګندونې هم راخستل شوي، چې امريكا په افغانستان كې د خپلو متحدينو ملګرتيا غواړي.

ورځپاڼې خپل نننی كارټون يو ځلې بيا په كابل كې د هوا ككړتيا ته ځانګړې او په كې دا ښودل شوی، چې دې وضعې، چې تر ډيره د موتړو له لوګيو نه پيدا شوی په كابل كې مرګونې ناروغۍ خورې كړي دي.

اصلاح او انيس:

دغو دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې افغانستان ته د بريتانيې د نوي كابينې د درېيو مهمو وزيرانو په سفر بحث كړی او ليكلي، چې په افغانستان كې د سولې او ثبات ټينګول د نړيوالو د پاملرنې په سر كې ځاى لري.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د ماشومانو په روان حالت هم بحث كړی او د دوى اوسني حالت ته يې په پام سره ليكلي، چې دوى زياتې پاملرنې ته اړتيا لري.

افغان جرګه:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د سولې په ملي مشورتي جرګې باندې د طالبانو د وروستيو حملو اغيزې څيړلي او ليكلي، چې د سولې دا جرګه، چې په كې له طالبانو سره د خبرو لپاره په يو ميكانيزم كار كيږي له دې حملو بې اغيزې نه ده پاتې.

دې ورځپاڼې هم امريكا ته د ډاكټر عبداله په سفر بحث كړی او د نيويارك ټايمز ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد يې ليكلي، چې امريكا د ولسمشر كرزي د رقيب له پښو نه سره غالۍ پورته كړې ده.

په ورځپاڼه كې د بګرام د زندانيانو په اړه يو ځلې بيا د بشر د حقوقو د نړيوالو ادارو انديښنې راخستل شوي.