د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره ټينګ امنيت نيول شوى

په كابل كې امنيتي چارواكي وايي، چې سر له اوسه يي د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره امنيتي تدابير نيولي دي.

د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري نن په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې ملي پوليسو له نورو امنيتي ادارو سره په ګډه د سولې د ملي مشورتي جرګې په خوندي توګه د جوړولو لپاره خپلې تيارۍ پيل كړي.

له بل لوري د كابل د امنيي قومندان جنرال عبدالرحمن رحمن خبريالانو ته وويل، چې دوى د دې جرګې د جوړېدو په درشل كې د كابل په شمال كې درې سووه توغندي او د هغو سركي نيولي دي.

د كابل د امنيي قومندانۍ په وينا دغه توغندي د جرګې په سيمه د توغولو لپاره ځاى پر ځاى شوي وو.

ټاكل شوي، چې د سولي ملي مشورتي جرګه د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ له زرو نه د زياتو قومي مشرانو او مخورو په ګډون په كابل كې پرانيستلې شي.