بان کي مون د ایران او لوېدیځ ترمنځ د اټومي لانجو ختمېدو ته هیله مند دی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون هيله من دى چې له برازيل او ترکيې سره د ايران د تېلو تبادله ښايي د دې سبب شي چې تهران له لوېديځ سره د خپل اټومي پروګرام لانجه ختمه کړي.

د ايران دولتي اژانس ايرنا په عين حال کې راپور ورکړى، چې تهران به د دې معاملې په اړه د دوشنبې په ورځ د اټومي انرژۍ د ادارې مشر ته يو ليک وسپاري.

د دې نوي تړون له مخې به تهران خپل يوه اندازه غني شوي يورانيم ترکيې ته ورکوي، په بدل کې به د طبي تحقيقاتي ري اکټور لپاره له ترکيې څخه د سونګ مواد ترلاسه کوي.

خو له دې معاملې سره- سره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پنځه دايمي غړي، د ايران په وړاندې پر نويو بنديزونو سلا شوي.