ناټو په كاسووكې خپل پوځيان كموي

د کاسوو صدراعظم د ناټو د دې پلان هرکلۍ وکړ، چې روان کال هلته د خپلو پوځیانو شمېرکموي.

هاشم تاچي وویل دا د بالکان په هېوادو کې د امنیت په برخه کې اطمينان ښيي. کاسوو دوه کاله وړاندې له سربیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه.

صدراعظم هاشم تاچي چې د ترکې لیدنه کوي، همداراز یې هیله وښوده چې د عدالت نړیواله محکمه به روان اوړی د کاسوو د خپلواکي مساله وڅېړي.

د ناټو عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن پرون کاسوو ته ولاړ او هلته یې وویل چې د روان کال په اخره کې به له پنځلس زرو څخه، د پوځیانو شمېر لسو زرو ته راکم کړو او همداسې به ناټو خپل عسکر پسې ورو- ورو په دې سیمه کې لږ کړي او په لنډ وخت کې به یې شمیر پنځه زره اووه سوو ته ورسیږي.