د هند په جنوب كې يوې الوتكې سقوط كړې

د هند په جنوب کې يوه الوتکه چې ١٧٠کسان په کې سپاره وو، د ناستې په وخت کې لوېدلې ده.

په هند کې چارواکي وايي، احتمال کېږي چې په دې پېښه کې به تر ١٦٠ کسان مړه شوي وي.

د کرناټکه ايالت چارواکي وايي، ښايي شپږ يا اووه کسان به ژوندي پاتې وي.

دغې الوتکې له دوبۍ څخه حرکت کړى و. ښايي دا به په هند کې تر ١٩٩٦م کال وروسته د الوتکې د غورځېدو تر ټولو خونړۍ پېښه وي، هغه کال نوي ډيلي ته نژدې د سعودي ايرلاين او د قراقستان الوتکې سره وجنګېدې چې ٣٤٩کسان په کې وژل شوي وو.