اروپايي ټولنه:په ناګورنو قره باغ کې به انتخابات قانوني نه وي

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې خبرداری ورکړ، چې د قفقاز په ناګورنو قره باغ لانجمنه سیمه کې به د سبا پارلماني انتخابات قانوني نه وي.

کاترین اشټون په یوه بیان کې پرون وویل، چې له دې انتخاباتو سره به د ناګورنو قرباغ لانجه هواره نه شي.

مېرمن اشټون پر ټولو ډلو غږ وکړ، چې د دې لانجې د هوارۍ لپاره دې د سولې لار خپله کړي.

ارمني بېلتون غوښتونکو ناګورنو قرباغ سيمه د نویمې میلادي لسیزې په لومړېو کې وروسته له جګړو چې نژدې دیرش زره کسان په کې ووژل شول، له اذربایيجانه ونیوله.

ارمنستان او اذربایجان نژدې لس کاله مخکې یو تړون لاسلیک کړ، چې په سیمه کې لانجه پای ته ورسوي خو ناګورنو قرباغ لا هم د دغو هېوادونو ترمنځ لانجمنه سيمه پاتې ده.