د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيګ نن افغانستان ته راغې او ټاکل شوې له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري.
وروسته له هغه چې نوموړي د بريتانيا د بهرنيو چارو د نوي وزير په توګه وټاکل شو، دا يې افغانستان ته لومړنى سفر دى.
له ښاغلي هيګ سره د بريتانيا د دفاع وزير لايم فاکس او د بريتانيا په کابينه کې د نړېوالو پرمختيايي چارو وزير اندرو ميچل هم ملګرى دى، دوى ويلي چې افغانستان د بريتانيا لپاره لومړيتوب لري.
ولسمشر کرزي تېره شنبه د بريتانيا له نوي صدراعظم ډېوېډ کېمرون سره د واشنګټن تر څلور ورځني سفر وروسته په بريتانيا کې وکتل.
تر دې مخکې د جرمني ولسمشر له افغان چارواکو او جرمني پوځيانو سره د کتنې لپاره افغانستان ته سفر وکړ.
په تېرو څلوېښتو کلونو کې دا لومړى ځل دى چې د جرمني يو ولسمشر افغانستان ته سفر کوي.