امریکايي اردو د خپل تورن عسکر د جرم په اړه څېړنې پیل کړي

د امریکا اردو د هغو ادعاوو په اړه جنایي تحقیقات پيل کړي، چې وایي، امریکایي عسکر په کندهار کې د درېیو ولسي خلکو په وژلو کې لاس لري.

د امریکا اردو اعلان وکړ، چې تراوسه رسمي تورونه په چالګول شوي نه دي خو ادعا کیږي چې امریکایي عسکرو له مخدرو موادو څخه غیرقانوني استفاده او تیری کړی.

د امریکا د اردو اعلامیه وایي، په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د هغو ادعاوو په اړه جنایی تحقیقات پيل کړي، چې وايي، یوه وړه ډله امریکایي عسکر د درېیو ولسی خلکو په وژنې کې لاس لري.

د امریکا اردو وایي، د دغو تحقیقاتو په ترځ کې یو عسکر توقیف شوی دی.

د امریکا اردو وروسته له دې د دغو تحقیقاتو نیت وکړ، چې یوشمېر عسکرو په دې اړه منصبدارانو ته موثق معلومات وسپارل.