روسیه د ایران لومړۍ اټومي بټۍ جوړوي

د روسیې د اټومي انرژۍ د ادارې یو لوی چارواکی وایی، د ایران هغه لومړۍ اټومي بټۍ چې روسیه یې په بوشهر کې جوړوي، دوه میاشتې وروسته به په کارپیل وکړي.

د روسیې د اټومی انرژې د فدرالي ادارې مشر سرګی کیریینکو وایي، که په ایران باندې نوي نړیوال بندیزونه ولګول شي، یا ونه لګول شي، دغه بټې به فعاله شي.

د روسیې په شمول د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پنځو غړو هیوادونو په ایران باندې د نویو بندیزونو د لګولو په یوه پریکړه لیک سره پراخه موافقه کړې ده.

لویدیځ هیوادونه اندیښمن دي او ګومان کوي چې ایران دخپل اټومی پروګرام ترشا داټومی وسلې دجوړولو هڅې کوي .

د بوشهر د اټومي بټۍ د جوړولو کار په نولسوه نوي کال پیل شوی خو په تېرو کلونو کې څو ځلی ځنډیدلی.