وروسته له دې چې د یورو د زون د پورونو بحران د نړیوال اقتصاد د رغیدو په اړه اندیښنې رامینځ کړي او د نیویارک د وال سټریټ په بازار کې اسهام پرون پریوتل، د اسیا د اسهامو بازارونه هم نن وپرځیدل.
د جاپان د نیکی د بازار اسهام په یوې نقطې کې نن درې فیصده ولوېدل.
په استرالیا، تایوان او نورو سیمو کې هم نن د اسهامو بیې راکوزې شوې.
د اسیا د اسهامو د بازارونو بییې وروسته له دې راپریوتي چې د امریکا د د اوجونز د صنعتی اسهامو اوسط پرون څلور فیصده راټیټ شو، چې د تیرکال له فبرورې میاشتی راپدېخوا په یوې ورځې کې له ټولو لوی کموالی ګڼل کیږي.
د جرمنی، فرانسې، برتانیې د اسهامو بازارونه هم پرون راپریوتل.
داسې اندیښنې شته چې کیدای شي د اروپا د پورونو بحران کیدای شي پراخه شي او د اقتصاد د رغیدنې مخه ونیسي.