افغانستان حکومت وایي، په مالدیف کې له طالبانو سره په خبرو کې ګډون نه کوي.
د ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر فرانس پرېس اژانس ته ویلي، کابل له دغو خبرو خبر دی، خو په کې برخه نه اخلي.
هغه زیاته کړه، چې موږ دا خبرې نه تاییدوو او ملاتړ یې هم نه کوو. نوموړی زیاتوي، افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو او د هغوې د بېرته جذبولو لپاره خپل پروګرام لري.
د مالدیف د ولسمشر ویاند څرګنده کړه، چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو استازي به نن خپله دوهمه غونډه وکړي.
د روان کال په جنوري میاشت کې هم د افغانستان په اړه د لندن تر کنفرانس مخته مالدیف د ورته خبرو کوربه و.