په هلمند كي د يوې امنيتي كمپني دوه ساتونكي ووژل شول

په هلمند كي د يوې امنيتي كمپني دوه ساتونكي ووژل شوه او يو تن يي ټپي شو، دا پيښه د هلمند په لښكرګاه ښار د لښكر بازار په سيمه كې د يوې امنيتي كمپنۍ د كسانو تر منځ شوې ده.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عپدالحكم انګار وايي، دغه كمپنۍ بهرنيو ځواكونو ته اكمالاتي توكي ليږدوي او د خپلو ساتونكو تر منځ يي وسلواله نښته را منځته شوې ده او دوه تنه يي وژل شوي او يو تن يي ټپي شوى دى.

خو د بست دولتي روغتون ډاكتران وايي، په دغه نښته كې درې تنه وژل شوي او درې تنه هم نور ټپيان دي.

د هلمند امنيه قوماندان وايي، د دې وسلوالې نښتې په اړه پلټنې روانې دي.